IQNA

په اروپائي هیوادونو کې د قرآن کریم  په سپکاویو د غبرګونونو دوام (مقاله)

15:40 - July 23, 2023
د خبر لمبر: 3487675
ایکنا-(تهران)  په اروپا په تیره بیا په سویډ کې د  افراطیانو  په لاس د قرآن کریم بیا بیا  سپکاويو ، په درستې اسلامی او عربی نړۍ  او د نړۍ په نورو سیمو کې  د غبرګونو او محکومیّتونو ستره څپه راوالاړه کړې ده  چې  هماغه راز دوام لري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د جولائي په دوهمه شلمه نیټه د عراقي توکمه سویډي افراط پال سلوان مومیکا  ددوهم ځل لپاره د سویډ دپولیسو په بشپړ ملاتړ سره د قرآن کریم سپکاوی بیا تکرار کړ.له دې وروسته په ډنمارک کې  هم یوې افراطي ډلې هم  په کوپنهیګ کې  دعراق د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

ایران پریس خبری آژانس  په دې اړه په مفصل راپور کې وئيلي دي ، د اسلامی انقلاب  معظم لارښود او د  مسلمینو ولی امر حضرت آيت الله العظمی سید  علی خامنه اي  هم په اروپائي هیوادونو کې د دیني مقدساتو په تیره بیا د  قرآن کریم دسپکاویو په دوام په سخت غبرګون کې پخپل پیغام کې وئيلي دي، ددیني مقدساتو دسپکاوي کونکي عاملانو دسختې  سزا کیدا  په باب  داسلامی امت درست عالمان یو نظر لري او باید دغه عامل یا عاملان دې د اسلامی  هیوادونو عدالت ته وسپارل شي. 

همدرااز دعربستان خارجه و زارت هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، عربستان دغه شان اقدامات چې  ددینونو او مذهبونو ترمینځ په نفرت او کرکې خوریداپسې دي محکوم  کړي  او په عین حال کې  په درستې نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو په ضد ئې ددغه شان لمسؤنکو اقداماتو د تکراریدا په باب خبرداری ورکړی دی.

د لبنان د حزب ا...ولسی مبارز غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر الله هم په سویډ کې د قرآن کریم د بیا بیا سپکاویو په غبرګون کې  ووئيل،دریځ نیونې باید د سویډ له حکومت سره د ډيپلوماټيکو اړیکو  په غوڅيدا بدلې شي.

د لبنان خارجه وزارت  دسویډ له چارواکو غوښتي څو د توکمپالنې او نفرت خورونې او له  اسلامه د ویرونې دپروسې د پراختیا د مخنیوي په باب دې لازم اقدامات وکړي.

په عین حال کې د ایران د  اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  ویندوي ناصر کنعاني  هم ووئیل، د  ایران د اسلامی جمهوریت له نظره ،دډنمارک او سویډ حکومتونه  د  قرآن کریم   او د نورو اسلامی سپيڅلتیاؤ د سپکاویو په مخنیوی  او هم د سپکاوي کونکو دتعقیبونې او سزا کونې مسئول دي  او  په دې زمینې کې  دم اسلامی  نړۍ  عمومي افکار  ددغو هیوادونو د حکومتونو دعملي اقدام  په تمه دي .

موج واکنش ها و محکومیت ها پس از «اهانت به قرآن کریم در سوئد»/ الأزهر  خواستار اجرای تحقیقات فوری درباره این حادثه شد/ کشورهای اسلامی: اهانت به  قرآن در مقوله «آزادی بیان»

 د اردن ،عمان او عراق خارجه وزارتونو هم په جلاجلا توګه  په سویډ او ډنمارک کې د  قرآن کریم په سپکاویو کې د افراطي او نفرت خورونکو  اقدام د دینونو سپکاوي  او له اسلامه د ویرونې دښکارندې او نفرت خورونکو  عملي   بڼه  بللې ده .

د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید په یوې اعلامیې کې له سیاسی ګوندونو، دیني او اجتماعي فعالانو او ښاریزو څخه غوښتي دي،احتیاط دې وکړي او د فتنې اچونې په  هغې نقشې کې  چې په لویدیځي هیوادونو کې کینه کښو او غچ اخستونکو  ګوندونو او  ډلو ټپلو او کسانو په وسیله پلان شوي دي،ګیر نشي.

له بل پلوه د یمن انصار الله ولسی غورځنګ  سیاسی دفتر د  یو شان دریځونو دغوره کولو لپاره پر اسلامی هیوادونو ددباؤ د اعمالولو غوښتنه کړې ده .

په سویډ کې د قرآڼ کریم د سپکاویو دتکراریدا په محکومیّت کې  په عراق ،پاکستان، لبنان، ایران،بحرین ،هند اوځینو نورو هیوادونو کې پراخې ولسیب مظاهرې شوي دي. همداراز قطر،عربستان ،اردن په څير ډيرو هیوادونو  هم دسویډ  سفیران او  سلایارانو په احضارولو سره ، په دغه سپکا اقدام  خپل اعتراضونه  هغوي ته سپارلي دي.

په سویډ اوډ نمارک کې د قرآن کریم او اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوي ښئ  چې  ا روپائي هیوادونه سره له دې چې پخپل اعلان شوي سیاست کې  دقرآن  له سپکاویو د نه ملاتړ مدعیان دي، خو په عمل کې  له دغه شان سپکو او غیر قانوني  اقداماتو په سپين سترګیتوب سره  ملاتړ کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i136100

captcha